Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وټل: روسیه او ایران هڅه کوي افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف وټل، له هغه څیز څخه چې په افغانستان کې د روسیې او ایران د نفوذ هڅه یې بولي، پرده پورته کوي.

وټل وايي چې روسیه هڅه کوي داسې څرګنده کړي چې په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره کار کوي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا، مسکو په دغه هېواد کې له واشنګټن سره د سیالۍ سټراټېژي لوبوي.

جنرال جوزیف وټل له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، روسیه په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخوالي په موخه له امریکا سره سیالي کوي په داسې حال کې چې ایران بیا له افغان حکومت او هم له وسله والو مخالفینو سره جلاجلا رول لوبوي.

ښاغلي وټل زیاته کړه:« فکر کوم هغوی یانې روسیه یوه کړنلاره تعقیبوي ترڅو له مورږ سره سیالي وکړي او په هرځای کې که هغه افغانستان یا سوريه وي او یا بل ځای کولای شي خپل نفوذ پراخه کړي. هغوی د بېلګې په توګه له داعش څخه زموږ د ملاتړ په اړه د ناسمو اطلاعاتو په ورکولو هڅه کوي څو داسې حالت رامنځته کړي چې غواړي یې.»

په همدې حال کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د اندونیزیا د بهرني سیاست مطالعاتو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې د طالبانو پر ملاتړو هېوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت خنډ ګرځي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس په دې اړه وویل:« حکومت او د افغانستان خلک سوله غواړي او حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کړی. خو هغه هېوادونه چې د طالبانو د مشرانو کوربه دي د ترهګرو ډلو لپاره یې د امن ځای برابر کړی او تر دې دمه یې لا هم د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو لپاره بنسټیز ګامونه نه دي پورته کړي.»

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ګواښ وکړ، چې له اوکراین څخه د امریکا او روسیې اختلافونه د افغانستان په لوري را روان دي او په خبره یې که دغه سیالۍ رسمي شي نو د افغانستان لپاره به زیانونه رامنځته کړي.

د امریکا د متحدیو ایالاتونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال (جوزیف ووټل) په افغانستان کې د روسیې پر روانو نمایشي هڅو نیوکه وکوي.

شریک یي کړئ