Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د یوې امریکايې چارواکي له ورتګ سره مخالفت وکړ

پاکستان د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز ورتګ سره مخالفت کړی، او د امریکا د دغه چارواکي له سفر سره د اسلام اباد مخالفت په ظاهره د امریکا او پاکستان ترمنځ کړکیچونه زیات کړي دي.

امریکا متحده ایالاتونه ټینګار کوي، د پاکستان د حکومت په غوښتنې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې الیس ویلز سفر دغه هېواد ته وځنډیده.

مېرمن ویلز د اسیا په سویل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیاله او افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سرپرسته ده.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې امریکا او پاکستان به په همغږۍ سره په یوه بله موکه کې د دې سفر زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې وه چې دا امریکايي ډپلوماټه نن(دوشنبې د وږي۶مه) اسلام‎اباد ته ولاړه شي.

داسې ښکاري چې د پاکستان او امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ ستونزې د دې هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تګ‎لارې وروسته زیات شوي دي.

تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا لپاره خپله تګ‎لاره اعلان کړه او د خپلې وینا پر مهال یې وویل چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې باید له منځه یوړل شي، ځکه واشنګټن ته په دې هېواد کې د دوی امن‎پټن‎ځایونه د منلو وړ نه دي.

ده زیاته کړه:«موږ پاکستان ته میلیونونه ډالر ورکړي دي، خو پاکستان هغو ترهګرو ته چې ورسره په جګړه بوخت یوو، پناه ورکړې ده. او دا کار باید ډېر ژر بدل شي.»

نوموړي په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالې جګړې په اړه وویل چې امریکا د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي څو طالبان بیا ځلې واک ته و نه رسیږي.

د امریکا ولسمشر وویل چې موږ نو پر ملت جوړونې کار نه کوو،بلکې د طالبانو پر وژنې په افغانستان کې کار کوو.

ټرمپ د افغانستان پر وړاندې خپله ټوله تګلاره نه روښانوي خو وایي، دا تګلاره د وخت پر بنسټ نه بلکې د افغانستان او سیمې د شرایطو پر بنسټ طراحي شوې ده.

د ټرمپ دا خبرې د پاکستان له غبرګون سره مخامخ شوې.

پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې، آیس ویلز سفر دې هېواد ته ځنډولی دی او له دې امریکايي چارواکي سره یې اوس له لېدنې ډډه کړې ده

شریک یي کړئ