Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان یوځل بیا پر کونړ ۱۴۵ توغندي توغولي دي

د کونړ امنیه قومندان، پاسوال جمعه ګل نن( سې‎شنبې د کب۱۷مه)وویل چې پاکستان له تېرو دوو شپو راهیسي پر یاد ولایت ۱۴۵ توغندي توغولي دي.

ده زیاته کړې ده چې پاکستاني پوځيانو دا توغندي پر سرکاڼو او خاص‎کونړ ولسوالیو توغولي دي.

نوموړي وړاندې وویل چې ترسره شوي بریدونو ځاني زیان نه دی اړولی خو مالي زیانونه له ځانه سره بري.

ښاغلی جمعه ګل څرګندوي چې د ډېورنډ کرښې څېرمه پاکستاني الوتکو الوتنې کړې دي خو نه ده څرګنده چې د افغانستان په خاوره کې یې کومه موخه په نښه کړې او که نه؟ 

په همدې حال کې د کونړ ولایتي شورا غړی د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني الوتکو له‎خوا د څـلورو برخو له په نښه کولو خبر ورکوي.

کابو دوه اوونۍ مخکې پاکستان اعلان وکړ چې د تورخم او سپین‎بولدک لاره یې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ګواښونو له امله تړلې ده. وروسته له دې دې هېواد پر ختیځو سیمو خپل بریدونه پیل کړل.

د راپورونو له مخې د پولې پر سر د پاکستان تازه کړنلارې د کرښې دواړو خواو خلکو ته ستونزې زیږولې دي.

ویل کېږي چې یو شمېر خلک چې پولې ته نېږدې ‎ژوند کوي له غیرقانوني لارو تګ راتګ کوي.

د تورخم لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې د پاکستان سند ایالت په شهباز قلندر زیارت کې د ځانمرګي برید له امله ۷۵ تنه ووژل شول او کابو ۲۰۰ نور ټپیان شول.
 
په همدې حال کې د کونړ ولایتي شورا غړی د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني الوتکو له‎خوا د څـلورو برخو له په نښه کولو خبر ورکوي

شریک یي کړئ