پر انټرکانټیننټال هوټل له بریده دری ورځې تېرېږي خو لاهم خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دغه هوټل ته دننه شي، خو د دغه هوټل له دننه په خپره شوو انځورونو کې څرګندېږي چې ډېر زړه بوږونکی برید وه.
د ولسي جرګې غړی اسدالله شریفي چې دغه انځورونه يي اخیستي وايي، چې دی په هغه شپه نه وه خو بریدګرو د ده د کوټې دوازې ته چاودنه ورکړې او کوټې ته دننه شوي دي.
د ولسي جرګې دغه غړي چې په خپل ګرځنده ټلېفون انځورونه اخیستي ښکاري چې بریدګرو د ډېرو کوټو دروازو ته چاودنې ورکړې او هغه کسان چې په دغو کوټو کې وو په ډزو يي ويشتلي دي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی اسدالله شریفي وویل:«زه په کوټه کې نه وم، خو زما د کوټې دروازه چې زرې هم وه چاودولې له ما سره دا پوښتنه ده چې دوی څه ډول پوه شول چې دغه کوټه په ما پورې تړاو لري او دروازې ته یې چاودنه ورکړه.»
مسعود یو له هغو ژغورل شوو کسانو دی چې د خپلې کوټې د پردې څخه پر استفادې ځان څلورم پوړ ته رسولی خو همکاران يي ښکته لوېدلي دي.
مسعود نن راغلی چې خپل وسایل يوسي خو زیاتوي چې د همکارانو پيسې يې پر خپل ځای نه وې.
مسعود محمودي څرګنده کړه:«زموږ د دروازې تر شاه چا ورته عذر او زارۍ کولې چې ما مه وژنه، هلته یوه مېرمن او خاوند وو چې هغوی یې وژلي وو او ماشوم یې ډېر ژړل بالاخره غږ چوپ شو. او سهار موږ اړ شو چې ځان له پردې سره بل پوړ ته ورسوو. هلته د طالبانو بیکونه وو چې له وسلو او مرمیو ډک وو.»
مسعود وايي، د هوټل ادارې پر مېلمنو فشار راوړ تر څو د کوټو د کرایې پيسې ترې واخلي.
هغه زیاته کړه:«موږ ته وايي چې د کوټې پيسې راکړئ.»
عبدالرب یوسفزی د هغه کس ورور دی چې ځان يي د هوټل له پنځم پوړ څخه ښکته غورځولی دی یوسفزی اوس د خپل ورور له کوټي د هغه وسایل وړي.
هغه وايي:«حیران یم چې په دغه هوټل کې داسې تلاشي او څارنه ده څه ډول دومره وسله راوړل شوې او دا خلک څه ډول ننوتل موږ فکر کړی وه چې دا ځای امن دی، اوس له هالنډه راغلی یم او د خپل ورور مړی خاورې ته سپارم.»
شاهدان وايي، د برید پر ورځ هغه دستګاه له کاره لوېدلې وه چې د خلکو په تلاشۍ کې ترې ګټه اخیستل کېده.
د پېښې یو شاهد عزیز وايي:«ما ولیدل چې څلور تنه راننوتل او ډزې یې وکړې. موږ چې راغلو دومره یې تلاشي کړو چې حیران پاتې شو چې دا کسان څرنګه راغلل.»
د دغه هوټل څلورم او پنځم پوړ ډېر وران او سوځول شوی دی.
اوسمهال یو پلاوی راغلی چې دغه پېښه وڅېړي د دغه هوټل مسوولین هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.