پنټاګون وايي چې د وران زیږدیز کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې له اعلانه وروسته، ۳ زره نور امریکايي پوځيان افغانستان ته رسېدلي دي.
د پنټاګون یو چارواکی جنرال مک کنېټز، خبریالانو ته ویلي:«دي په افغانستان کې زموږ د پوځیانو شمېر چې له موږ سره کار کوي ۱۱ زره دی او لکهڅرنګه چې پوهېږئ، موږ دغه هېواد ته ۳ زره نور پوځیان هم استولي دي چې زموږ د سرتېرو شمېر ۱۴ زره شوی دی.»
د امریکا متحده ایالاتو د دغې تګلارې پر بنسټ، چې ۴ زره سرتېري افغانستان ته استوي او ترڅنګ یې ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو شپږو میاشتو ناټو هم دغه هېواد ته ۳ زره پوځيان واستوي.