د خاص ارزګان امنیه قومندان ملا عبداصمد نن چهارشنبې (د غبرګولي په ۳ مه) په دغې ولسوالۍ کې د عثماني په نامه د طالبانو د قومندان د وژل کېدو خبر ورکړل.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو دغه قومندان د دولتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د دغې ولسوالۍ د شیخانو په سیمه کې ترسره شوي وو وژل شوی او ۶ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا د طالبانو د مهماتو او بمونو یوه زېرمه هم د دولتي ځواکونو د ډزو په ترڅ کې اور اخیستی دی.