Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د فلم جوړولو پر صنعیت د ناامنۍ اغېزې

شهربانو سادات چې د لېوه او پسه د فلم جوړونکې چې د کن په فېسټيوال کې یې جایزه هم ترلاسه کړې وايي چې ناامني د دې لامل شوې چې نوموړې خپل فلمونه د افغانستان نه بهر تولید کړي.

شهر بانو سادات چې د لېوه او پسه د فلم په دویمه برخه یې کار پیل کړي وايي چې د هغې په هر فلم کې په سلګونو کاري فرصتونه رامنځته کېږي خو په هېواد کې ناامني د دې لامل کېږي چې دغه کاري فرصتونه د بهرنیانو لپاره برابرشي.

شهربانو سادات د لېوه او پسه په نوم فلم صحنې د افغان فلم لوبغاړو په کارولو سره په تاجکستان کې ثبت کړی او اوس وايي چې د دغه فلم دویمه برخه به په پولنډ کې ثبت شي.

شهربانو وايي د لېوه او پسه په نوم فلم کې پنځه داستاني فلمونه شامل دي چې هر یو به له هېواد څخه بهر د افغانانو د کلتور په واقعي کیسې سره ثبت شي.

فلم جوړونکې سادات شهربانو وايي:«لوبغاړي له کابل څخه غوره کو او پولنډ ته ځو هلته موږ یوه ودانۍ جوړه کړې او د ۱۹۸۶الي ۱۹۹۰ کلونو کابل انځور وو.»

شهربانو درې میاشتې د فرانسویانو لخوا د مستندو فلمونو په روزنیز مرکز کې زده کړه کړې او وايي هغه جرمنی ډاکتر چې د هغې د لومړي مستند فلم لوبغاړی وه د دې فلم د ثبتولو له پيلېدو دوې اوونۍ مخکې د بدخشان پر لاره د طالبانو لخوا ووژل شو او دا کار د دې لامل شو چې نوموړې دا مستند په کیسه کې انځور کړي او مستند داستاني فلمونه جوړ کړي.

اغلې سادات زیاته کړه:«فلم یو مناسب دندیز فرصت دی.په هر فلم کې چې جوړ وو یې تر ۳۰۰ پورې دندیزې فرصتونه رامنځته کوي خو ناامني د دې لامل شوې چې دغه فرصتونه له هېواد څخه بهر، بهرنیو ته برابر شي.»

شهربانو تراوسه څلور فلمونه جوړ کړي، که څه هم د هغه فلمونه په بېلابېلو فېسټیوالونو کې نندارې ته اېښودل شوي خو د هغې لومړی فلم د کن په فېسټیوال کې جایزه ترلاسه کړه.

شهربانو سادات چې د لېوه او پسه د فلم جوړونکې چې د کن په فېسټيوال کې یې جایزه هم ترلاسه کړې وايي چې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه