د بدخشان امنیتي چارواکي وايي د سه شنبې په شپه یوې بې پيلوټه الوتکې په راغستان ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو څلور توغندي توغولي چې د اتو طالبانو د وژلو او ۱۵ د ټپي کېدو ترڅنګ د دې ډلې زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د بدخشان د امنیه قومندان عبدالخالق اقصاي وايي:«زموږ د ځمکنیو عملیاتو په لړ کې د ناټو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو پر مټ د راغستان ولسوالۍ په غول پله کلي کې پر دښمن بمبارد کړی او په پایله کې یې د دښمن ۸ مړي مالوم شوي او ډېر شمېر یې ټپيان شوي او یو اندازه درنې وسلې یې هم له منځه تللي دي.»
له بلخوا یو شمېر پوځي کارپوهان او د بدخشان د ولايتي شورا غړي وايي په نوموړي ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په پيلېدو به په دې ولایت کې په بریالیتوب سره د افغان ځواکونو د عملیاتو د پرمخ بیولو زمینه برابره شي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی بشیر صمیم په دې اړه وویل:«هغه مرګ ژوبله چې هوايي ځواکونو په یوه ساعت کې طالبانو ته واړوله، دولتي ځواکونو په میاشتو کې ونه شوای کړای. موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې په بدخشان ولایت کې هوايي بریدونه دوام پیدا کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه صمد شیرزاد هم څرګنده کړه:«موږ په بدخشان کې د دولت د مخالفو وسلهوالو د ځپلو لپاره د هوايي بریدونو له دوام څخه هرکلی کوو؛ خو کهچېرې دغه بهیر دوام ونه کړي په لنډ مهال کې د طالبانو ځپل به په دغه ولایت کې له امکان څخه لیرې خبره وي.»
د بدخشان امنیه قومندان که څه هم د دغه ولایت په ناآرامو سیمو کې د طالبانو پرخلاف د عملیاتو د پيلولو خبر ورکوي خو د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو د زیاتوالي غوښتونکی دی.
ښاغلي اقصاي زیاته کړه:«موږ د دې ترڅنګ چې د بدخشان په ګوټ ګوټ کې به ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړو، له مرکزي حکومت څخه غواړو چې د ځمکنیو ځواکونو د همکارۍ لپاره په بدخشان کې د دولت د مخالفو وسلهوالو د ځپلو لپاره هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.»
په اوسني وخت کې د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او دا ډله د نوموړي ولایت په کابو لسو نورو ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره وخت ناوخت نښتې کوي.