د جوزجان ځايي چارواکي په داسې حال کې د اقچې په ولسوالۍ کې د ۷ تنو طالبانو له وژلو خبر ورکوي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی شیرمحمد نور وايي چې تېره شپه د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د بالا مردیان کلی د طالبانو لاسته لوېدلی دی.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي د جوزجان د قرقین ولسوالۍ نومول شوی والي ملا عبیدالله هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې د والي ویاند د بالا مردیان کلي له پرځېدو بې خبري ښيي، خو زیاتوي چې د فیض اباد ولسوالۍ په جنګل اریغ کلی او د اقچې ولسوالۍ په کلاه شاخ کلي کې دوه پوستې طالبانو نیولې دي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړی شیرمحمد نور وايي چې د مردیان ولسوالۍ مرکز د طالبانو په کلانبدۍ کې دی او کهچېرې پراخ پوځي عملیات په لاره وا نه چول شي دغه ولسوالۍ به د طالبانو له خوا وپرځول شي.
هغه زیاتوي چې دمګړۍ د مردیان ولسوالۍ لاره له مرکز سره تړل شوې او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.