Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په سرپل کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله د دغه ولایت د والي ګواښ

په سرپل ولایت کې د ترهګرو فعالیتونو ته بې پامي او د دوی د ځپلو لپاره دعملیاتو نه پيلېدل د دې لامل شوي چې د نوموړي ولایت والي سالم وحدت په دې اړه د خلکو اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړي.

ښاغلي وحدت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۸ مه) طلوع نیوز ته وویل چې هغه په دې اړه خپلې اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړي دي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دغه ولایت کې ناامنیو ته پاملرنه وکړي.

هغه په دې اړه وویل:«په وروستۍ اړیکه کې چې له ولسمشر سره مې لرله، هغوی ته مې ویل، که‎چېرې په دغه ولایت کې خوځښتونه پیل نه‎شي، د سرپل خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي او په دې اړه باید اقدام وشي.»

په همدې حال کې، په ملي شورا کې د سرپل یو شمېر استازي هم اندېښنه څرګندوي که په ځینو ولسوالیو او د ولایت مرکز ته نږدې د ترهګرو فعالیت مخه ونه نیول شي دا ولایت به د مخالفو وسله والو لاس ولوېږي.

د سرپل ولایت سناټور محمد عظیم قویاش زیاته کړه:«زه په دې وروستیو کې له سرپل څخه کابل ته راغلی یم،وسله‎وال مخالفان د څو ولسوالیو سربېره د ښار په څنډو کې هم فعالیت لري او په مرکز کې نسبي امنیت ګواښي.»

د سرپل اوسېدونکي له څو میاشتو راهیسې د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره د عملیاتو د پيلېدو په تمه دي،خو تراوسه روښانه نه ده چې دا عملیات به څه وخت پیل شي؟

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په ډاګه کړه:«موږ د هېواد په ټولو برخو کې ناامنۍ څېړو؛ په کومو ځایونو کې چې اړتیا وي په لومړيتوب کې یې راولو، خو په سرپل کې د داعشیانو ګواښ تر یوې بریده تبلیغات کېږي، جدي نه ده.»

د سرپل کوهستانات ولسوالي له څو میاشتو راهیسې په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې ده او د دې ولایت په څو نورو ولسوالیو کې هم فعالیت لري.

په تېرو څو میاشتو کې داعشیانو هم په سرپل ولایت کې فعالیتونه پيل کړي دي.

د سرپل والي له مرکزي حکومت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې ګواښونه جدي وګڼي.په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي هم ګواښ کوي چې وسله‎والو مخالفینو په دغه ولایت کې ځانونه د ښار څنډو ته رسولي دي.

Thumbnail

په سرپل ولایت کې د ترهګرو فعالیتونو ته بې پامي او د دوی د ځپلو لپاره دعملیاتو نه پيلېدل د دې لامل شوي چې د نوموړي ولایت والي سالم وحدت په دې اړه د خلکو اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړي.

ښاغلي وحدت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۸ مه) طلوع نیوز ته وویل چې هغه په دې اړه خپلې اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړي دي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دغه ولایت کې ناامنیو ته پاملرنه وکړي.

هغه په دې اړه وویل:«په وروستۍ اړیکه کې چې له ولسمشر سره مې لرله، هغوی ته مې ویل، که‎چېرې په دغه ولایت کې خوځښتونه پیل نه‎شي، د سرپل خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي او په دې اړه باید اقدام وشي.»

په همدې حال کې، په ملي شورا کې د سرپل یو شمېر استازي هم اندېښنه څرګندوي که په ځینو ولسوالیو او د ولایت مرکز ته نږدې د ترهګرو فعالیت مخه ونه نیول شي دا ولایت به د مخالفو وسله والو لاس ولوېږي.

د سرپل ولایت سناټور محمد عظیم قویاش زیاته کړه:«زه په دې وروستیو کې له سرپل څخه کابل ته راغلی یم،وسله‎وال مخالفان د څو ولسوالیو سربېره د ښار په څنډو کې هم فعالیت لري او په مرکز کې نسبي امنیت ګواښي.»

د سرپل اوسېدونکي له څو میاشتو راهیسې د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره د عملیاتو د پيلېدو په تمه دي،خو تراوسه روښانه نه ده چې دا عملیات به څه وخت پیل شي؟

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په ډاګه کړه:«موږ د هېواد په ټولو برخو کې ناامنۍ څېړو؛ په کومو ځایونو کې چې اړتیا وي په لومړيتوب کې یې راولو، خو په سرپل کې د داعشیانو ګواښ تر یوې بریده تبلیغات کېږي، جدي نه ده.»

د سرپل کوهستانات ولسوالي له څو میاشتو راهیسې په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې ده او د دې ولایت په څو نورو ولسوالیو کې هم فعالیت لري.

په تېرو څو میاشتو کې داعشیانو هم په سرپل ولایت کې فعالیتونه پيل کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه