د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ(د غوايي په ۶ مه)په دغه ولایت کې ۲۵ بلواګري، د سولي له بهیر سره یوځای شوي دي.
د فاریاب والي سید انورسادات وايي چې دغه وسلهوال مخالفان د بلڅراخ په ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره له ۲۰ ورځنۍ جګړې وروسته اړ شول چې ځانونه دولتي ځواکونو ته وسپاري.
هغه زیات کړه چې دغه مخالف وسلهوال د ملا پای ګل په قومندانۍ ځانونه دولتي ځواکونو ته سپارلي دي.
هغه د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.