Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فساد تورن قومندان،د پکتیا د امنیت د آمر په توګه معرفي شو

د پکتیا ولایت د سرحدې پولیسو پخوانی یو تن قومندان چې په اداري فساد او له حقاني شبکې سره په تړاو  تورن دی د پکتیا ولایت د امنیه قومنداني  د امنیت امر په توګه ټاکل شوي دی.

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلې دی ښیې چې محمد ابراهیم د پیسو په بدل کې د ډنډ پټان په ولسوالې کې حقاني شبکې ته د پوستو د پرېښودلو زمینه برابره کړی ده.

د دغو سندونو پربنسټ ، محمد ابراهیم حقیار دوه میاشتې وړاندې د کورنیو چارو د وزیر او د پکتیا ولایت د ځینو استازو په غوښتنه د دغه ولایت د امینت د امر په توګه ټاکل شوي دی.

د پکتیا ولایت د سرحدي پولیسو د دویم کنډک پخوانی قوماندان محمدابراهیم له ډېرو تورنونو سره مخامخ دی.

اداري او اخلاقي فساد، د سرحدي پولیسو له پوځي امکاناتو ناوړه استفاده او د حقاني له ډلې سره اړیکې په دغو سندونو کې پر ښاغلي حقیار لګول شوي تورونه دي.

د پکتیا د ملي امنیت ادارې په دې لیک کې لیکلي کله چې په ډنډپټان کې سرحدي پوستې وپرځېدې، ښاغلی حقیار د لومړۍ لیکې له یو شمېر پوځیانو سره د شپې یوه محفل ته تللي وو.

په دغه لیک کې راغلي د دغې پوستې د پرځېدو په اړه د خیبر په نوم د طالبانو له  تش په نوم ولسوال سره چې د حقیار له خپلوانو څخه دی له مخکې جوړجاړی شوی وه.

د پکتیا والي زلمی ویسا وايي:«که‎چېرې د جرم کوم مسؤولیت ولري،عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي،»

دا مسئله د ولسي جرګې د کورني امنیت له کمېسیون سره هم شریکه شوې ده، د دغه کمېسیون څېړنې هم ښيي چې د پيسو په بدل کې د پوستو د پرځېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.

په دغه سند کې راغلي د حقیار تر لاس لاندې پوځیان هم د نوموړي له کړنو خوښ نه دي او باید د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر په توګه د هغه د ګمارلو مخه ونیول شي.

په ولسي جرګه کې د کورني امنیت د کمېسیون رییس میرداد نجرابي وویل:«امنیتي او استخباراتي دستګاو کمېسیون ته یو لړ مالومات ورکړي،چې په هغې اړه له مالوماتو وروسته،موضوع کورنیو چارو وزارت او عدلي او قاضايي ادارو ته سپارل کېږي.»

ابراهیم حقیار دوه ځله په دې دنده ګمارل شوی، خو اوس د احتیاط په ډله کې دی، د پکتیا د سرحدي پولیسو د دوهمې لوا قوماندان هم ویلي دغه افسر د مدیریت توانمني نه‎لري، په فساد کې ښکېل دی او د دولت له مخالفو وسله والو سره اړیکې لري.

په دې سند کې ویل شوي ابراهیم حقیار د حقاني ډلې د یوه مهم قوماندان خیبرمنګل د تره زوی او له هغه سره یې یو ځای په پاکستان کې زده کړې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وویل:«هغه تورونه چې ده ته متوجه دي،نه یوازې موږ بلکې کشفي او استخباراتي ادارې یې هم څېړي.که‎چېرې داسې څه ثابت شي،طبعاً چې سزا ورکول کېږي.»

دغه سندونه ښيي چې د تېر کال په وږي میاشت کې کله چې د حقاني ډلې د ډنډپټان ولسوالۍ د شپولې او مقبل پر پوستو برید وکړ، ابراهیم حقیار سرحدي ځواکونو ته مرسته نه ده رسولې.

په سندونو کې راغلي دوې میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر په توګه د ښاغلي حقیار د ګمارلو امر صادر کړی دی.

دغه سندونه ښيي چې ګل پاچامجیدي هم له ابراهیم حقیار څخه ملاتړ کاوه خو په دې اړه د ښاغلي مجیدي د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه‎شوو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه