د زابل پر مرکز کلات ښار د توغندويي برید په پایله کې درې ماشومان وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دولت مخالفو وسلهوالو تېره شپه ۱۲ بجې ۷ توغندي یې د قلات پر ښار توغولي چې د هغه په پایله کې درې ماشومان شهیدان شوي دي.
په همدې حال کې د زابل د ولایتي روغتون ډاکټران وايي چې د دغو درې ماشومانو مړي روغتون ته راوړل شوي دي.