د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو ځانونه د ښار نېږدو سیمو ته رسولی او په دغو نښتو کې په سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
په همدې د بغلان پوځي چارواکي وايی چې دولتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې په دغې جګړه کې پرمختګ لرلی دی.
د بغلان اوسېدونکی شیر محمد وايي:«د مرکزي بغلان وضعیت ډېر خراب دی. خلک، ژوند، کور ټول شیان له منځه تللي دي.»
د مرکزي بغلان بل اوسېدونکی نعمان هم وویل:«هېڅوک نه پوهېږي چې څه خبره ده. زموږ د کوڅې په نېږدې واټن کې توغندی ولګېد. روښانه نه ده چې څه خبره ده.»
افغان ځواکونه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شاوخوا کې له طالبانو سره د جګړې په حال کې دي.
د بغلان سیمهيیز چارواکي وايي د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.دوی زیاتوي سیمې ته نور ځواکونه رسېدلي او هڅه کوي د طالبانو بریدونه شنډ کړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا د لومړي کنډک قومندان ضیا الدین وايي:«هغه سیمې چې د دښمن د حضور احتمال یې درلود، موږ هغه چاڼ او تلاشي کوو.»
له بلخوا د نوموړې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو له څو لوریو ځانونه د ښار شاوخوا ته رسولي دي.
د بغلان پولیس وايي د جګړې له پيل راهیسې کابو ۲۰ طالبان وژل شوي او څه د پاسه ۲۰ نور ټپيان دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امینه قومندان محب الله کوهدامني څرګنده کړه:«د مخالف وسلهوال له ښار څخه ښکته د قاضي، غلام بای او غوربندیانو په کليو کې حضور لري.»
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له ۲ ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او د سیمې ډیری اوسیدونکي د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي.