د ننګرهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو بېپیلوټه الوتکې د بریدونو له امله ۳۷ د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې درې نور وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی وايي چې له دې ډلې ۳۰ تنه د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژل شوي.
دی وړاندې وايي، په دې عملیاتو کې د مفتاحالدین په نامه د داعش ډلې یو قاضي هم وژل شوی دی.
د والي ویاند زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسانو او افغان سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.
د ننګرهار امنیتي چارواکي هم وايي چې د هسکهمېنې ولسوالي کې د امریکايي ځواکونو بېپیلوټه الوتکې د برید له امله ۷داعش وسلهوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دې چارواکو د ترسره شوي برید په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په دې اړه مو اندونه