د ۲۰۱سېلاب قول اردو د دوشنبې پر ورځ( د کب۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې ننګرهار کې ترسره شوي ۲۰۰داعش وسلهوال وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د شاهین۲۰ په نامه د یاد ولایت په کوټ او هسکهمېنې ولسوالیو کې ترسره شول او د تېره ورځ یکشنبې پایته ورسېدل.
خبرپاڼې همداراز د دې عملیاتو په ترڅ کې د داعش له وسلهوالو د کابو شلو کلیو پاکوالي او د ۱۵ تنو له نیول کېدو هم خبر ورکړی دی.
ویل شوي چې دې موده کې ۲۶ تنه ملکي کسان چې د داعش ډلې په ولکه کې وو هم خلاص شوي دي.
په همدې حال کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو پوځي عملیاتو له امله په زابل ولایت کې هم د داعش ډلې ۱۷ وسلهوال وژل شوي دي.
د زابل پولیس وايي چې دا عملیات دوه شپې مخکې په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه مهال ترسره شوي چې د داعش وسلهوال په یوه کور کې سره راټول شوي وو.
دوی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې ډېر شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.