د سترې محکمې پر کارکوونکو د خونړي برید مسؤولیت منل او همدارنګه دغې ډلې ته د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د شپږو کارکوونکو د وژل کېدو تړاو ورکولو په هېواد کې د هغوی د فعالیتونو د پراختیا په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.
په همدې حال کې د هېواد په شمال کې حکومتي چارواکي ګواښ کوي چې داعش ډلې د هېواد په دغې برخه کې په ځانګړې توګه په سرپل ولایت کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړې ده.
دغه چارواکي ګواښ کوي کهچېرې دغه ډله د هېواد په شمال کې ونه ځپل شي،د فعالیت دوام به یې خطر رامنځته کوونکې کوي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي:«دمګړۍ د جوزجان او سرپل په پوله د داعش ګواښونه شتونلري او په دې وروستیو کې یې د سره صلیب ۶ کارکوونکي یې په شهادت رسولي دي.کهچېرې افغان دولت او نړیواله ټولنه پاملرنه ونهکړي شونې ده چې د هغوی ګواښونه پراخ شي.»
په افغانستان کې د داعش کړنې بې مخینې او مرګونې دي، په ننګرهار کې په مینونو سره د ملکي خلکو چاودول په افغانستان کې د داعش لومړۍ ویرونکی کار ګڼل کېږي.
سربېره پر دې په جلال آباد ښار کې د نوي کابل بانک نمایندګۍ ته نږدې ځانمرګی برید، پر روښنايي بهیر برید، په باقرالعلوم جومات کې د عاشورا د څلویښتمې پر مراسمو برید، په غور کې د ملکي خلکو وژل او د بغلان په تاله وبرفک کې پر کان کیندونکو برید په افغانستان کې د داعش نورې کړنې دي.
دغې ډلې د سترې محکمې پر کارکوونکو د ځانمرګي برید مسؤولیت هم منلی دی او همداراز په جوزجان کې سیمهيیز چارواکي هم په دې ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د شپږ کارکوونکو وژل د داعش جنګیالیو کار بولي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګنده کړه:«دوی تر ډېره د منځنۍ اسیا له ترهګرو څخه دي او په افغانستان کې د بې وزلې څخه په ګټې اخیستنې سره جنګیالي نیولي او په افغانستان کې د دوی د جنګیالیو نیول ساده او اسانه په مخ ځي ځکه چې په هېواد کې بې وزلي او کډوالي شتون لري.»
له بلخوا د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي که په افغانستان کې داعش ته جدي پام ونهشي په نږدې راتلونکي کې به دا ډله په لوی خطر بدله شي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«په افغانستان کې نه یوازې دغه ډله پياوړې شوې بلکې ماته یې خوړلې هغوی په هلمند،فراه،زابل او ارزګان کې له ماتې سره مخ دي او په ننګرهار کې هم ماته خوړلې ده.»
په افغانستان کې د داعش ډلې د غړو شمېر له دوه نیم تر درې زره تنه اټکل شوی دی.
د ناټو د شمېرو له مخې په داعش پورې ډېری تړلي ترهګر بهرني وګړي دي، لکه څنګه چې ۷۰ سلنه داعش جنګیالي پاکستانیان او د اورکزي او افریدي قومونو څخه دي.