د حراست او ثبات شورا مشر او یو جهادي څېره عبد رب الرسول سیاف، سیاسي اختلافونو ته لمن وهل د افغانستان په ګټه نه بولي.
هغه چې نن په پغمان کې د «د دود او حقیقت ترمنځ د روڼ اندۍ» په نامه په یوې علمي غونډه کې وینا کوله، د ولسمشر او عطا محمد نور ترمنځ شخړو ته نغوده وکړه او وې ویل چې دا وضعیت د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت لپاره منفي پایلې لرلای شي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«د دې غوښتنه کېږي چې له کوچنیو خبرو تېر شو، اوس د دې شخړو وخت نه دی او د دې خبرو وخت نه دی؛ اوس د دې وخت دی چې یو بل ته لاسونه ورکړو او هېواد له کړکېچ څخه بهر کړو او د خدای له مهربانۍ سره له هېواده د غم ټغر ټول کړو.»
د ښاغلي سیاف دا څرګندونې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې کابو لس ورځې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي نور د استعفا منظوري اعلان کړه.
خو ښاغلی نور د ارګ دا پرېکړه نه مني او د بلخ ولایت د څوکۍ پر پاتې کېدو ټینګار کوي.
له دې ټولو سره ښاغلی سیاف، په کابل کې د تبیان په کلتوري مرکز د داعش ډلې د برید په غبرګون کې وايي چې ترهګرو د اسلام د بد نامولو لپاره لسټوني رانغښتي دي.
ښاغلی سیاف، په ترهګریزو بریدونو کې د ولسي وګړو وژنه، زړه رابوږنوونکي بولي.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«دا برید نه یوازې جنایت دی، بلکې یو ډول وحشت او لېونتوب او له انسانیت څخه بهر کار دی. یو شمېر ډلې له بده مرغه د دې لپاره رامنځته شوې دي چې نه یوازې د اسلام نوم بلکې د انسانیت نوم هم بد کړي.»
د کابل په لوېدیځ کې د تبیان په کلتوري مرکز د برید په پایله کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د حراست او ثبات شورا، د افغانستان د خلکو ترمنځ د پیوستون په رامنځته کېدو ټینګار کوي او وايي چې په هېواد کې باید قومي، ژبنیو اختلافونو ته لمن ونه وهل شي. د دغه جهادي مشر په باور، کهچېرې یووالی او همغږي د هېوادوالو ترمنځ پياوړې نه شي، په افغانستان کې به د ثبات اصلي ستنې ونړېږي.