پاکستاني چارواکو ویلي چې چې په دغه هېواد کې کابو ۶۰۰ زره افغان وګړي په ناقانونه توګه ژوند کوي.
دغو چارواکو زیاته کړه،ټاکل شوې،د دغو ګډوالو نوملیکنه د روان زیږدیز کال د راتلونکې میاشتې له پیله،شروع شي.
پاکستاني چارواکو همدارنګه وویل چې د دغه هېواد حکومت له افغان حکومت سره په همکارۍ کې په هڅه کې دی ترڅو د دغو پناهغوښتوونکو د نوملیکنې پروسه پیل شي.
پاکستاني چارواکو همدارنګه څرګنده کړه چې افغان حکومت به ۱۰۰ تنه د دغې پروسې د نوملیکنې مرکزونو ته واستوي.
د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخکې یو مېلیونه نور افغان وکړي په ناقانونو توګه په دغه هېواد کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې ۶۰۰ نور افغان وګړ د تېر زیږدیز کال د پیل راهیسې د پاکستان له خوا راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د پناه غوښتوونکوعالي کمیساري،په پاکستان کې د نا قانونه افغان وګړو له نوملیکنې به ملاتړي ملاتړ وکړي.