د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې له وسلهوالو کسانو سره د نښتې په ترڅ کې دوه تنه پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
د پروان امنیه قومندان محمد زمان مموزی وايي چې دغه نښته تېره ورځ(دوشنبې د مرغومې په ۱۳)له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو او وسلهوالو کسانو ترمنځ رامنځته شوې چې په دغې پېښه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
خو د پېښې شاهدان وايي چې په دغې پېښه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
خو په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه پېښه د پروان د امنیه قومندانۍ د پولیسو او د پکتیا د عامه نظم پولیسو ترمنځ رامنځته شوې چې په دغې پېښه کې درې تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواکو د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.