Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د سرې میاشتې ټولنې او سره صلیب نړیوالې ورځې څخه لمانځنه

د مې میاشتې اتمه نېټه د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال خوځښت له ورځې او د سویسي دونانت هانري له زېږون ورځې سره سمون لري چې په ۱۸۲۸ کال کې یې په یوه تاریخي اقدام کې وکولای شول د دغه ډېر ارزښتمن بشري سازمان بنسټ اېښودنه وکړي.

په یوه ځانګړي مراسم کې چې د جمعې په ورځ په کابل کې د سرې میاشتې ټولنې او د نړیوال سره صلیب سازمان له‎لوري په لاره واچول شو په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب چارواکو اړمندو کسانو ته د مرستې رسونې په بهیر کې د خلکو پر برخه اخیستو ټینګار وکړ.

په دغو مراسمو کې حکومتي چارواکي، د خپلواکو بنسټونو چارواکي او په دغې خپرونه کې ګڼ شمېر خلک وايي چې د مې اتمه د فداکارۍ او بخښنې ورځ ده او خلک باید اړمن کسان هېر نه‎کړي.

په دغې خپرونه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضا کارانو تر څنګ، د موسیقۍ ډلې، د افغان موډولونو سرکس او ورزشکارانو د دغې خپرونې د ګډون‎کوونکو لپاره ګڼ شمېر نندارې ترسره کړې. په دغې خپرونه کې د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیرې چې د ولسمشر پیغام قرائت کاوه وویل چې افغانستان په چټکۍ سره د ښېګڼیزو بنسټونو کار او هڅو ته اړتیا لري.

د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیرې آمنې افضلي وویل: " د افغاني سرې میاشتې ټولنه او د سره صلیب نړیواله کمېټه توانېدلې په اوږدو کلونو کې د افغانستان خلکو تر څنګ پاتې شي او د مرستې رسونې په برخه کې يې هېڅکله څه نه‎دي سپمولي".

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییسې فاطمې ګېلاني وویل: " دغه بنسټ د ملت د بابا خدای بخښلي ظاهر شاه په وخت کې جوړ شو او ۷۵ کاله وړاندې د ملت بابا ډېرې ځمکې د دغې ټولنې په واک کې کېښودې چې اوس‎مهال موږ د خپلو یو شمېر جایدادونو په کرا ورکولو سره هره میاشت له دوو سوو زرو څخه تر درې سوو زرو امریکايي ډالر ترلاسه کوو".

د دغو مراسمو ګډون‎کوونکي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکاران وايي چې له هرې لارې غواړي د خلکو پام د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوالې ورځې ته راواړي، د اړمندو کسانو لپاره پیسې راټولې کړي او د سګلونو افغان ماشومانو درد ته چې د سوري زړه ناروغۍ څخه رنځېږي د پای ټکی کېږدي. سربېره پر دې د سره صلیب نړیواله کمېټه او د سرې میاشتې ټولنه په افغانستان کې د خپلو رضا کارانو له په نښه کېدو څخه اندېښنه څرګندوي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییسې مونیکا زارانیلي وویل: " په افغانستان کې ننګونې ډېرې او پېچلې دي په ځانګړي توګه وسله‎والې شخړې او طبیعي پېښې چې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې خلک زیانمن کوي".

د دغې ټولنې یو شمېر رضا کاران وايي چې هغوی د نورو بوختیاوو تر څنګ لېوالتیا موندلې ده چې خلکو ته د مرستې رسونې لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کار وکړي او دغه کار د اړمندو کسانو، زیانمنو کسانو او هغو کسانو ته د رسېدنې لپاره چې هر څه‎یې طبیعي او غیر طبیعي پېښو له‎منځه وړي دي، اغېزمن بولي.

یوې تن رضا کارې مرینا طلوع‎نیوز ته وویل: " زموږ خلک مرستې ته ډېره اړتیا لري موږ ځوانان باید ټول تر کوم ځایه چې کولای شو خپلو خلکو سره مرسته وکړو".

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضا کار مطیع‎الله ابراهیمي وايي: " زه په خپله زده‎کړیال یم او دلته مې نوم لیکنه کړې ده ترڅو وکولای شم داسې کار ترسره کړم چې خلک هغې ته اړتیا لري. خلکو ته زموږ پيغام دا دی چې له دغو فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي".

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۳۰۸ هجري لمریز کال کې، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار په عمومي بڼ کې، د یوه ښېګڼيز بنسټ په توګه جوړه شوه. د سرې میاشتې او سره صلیب ټولنه په بېلابېلو هېوادونو کې د طبیعي پېښو او جګړې زیانمن شویو کسانو ته مرسته رسوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي چې دغې ټولنې نه‎یوازې د وروستیو کلونو په لړ کې په افغانستان کې زیانمن شویو کسانو ته د مرستې رسونې په برخه کې خپلو فعالیتونو ته زیاتوالی ورکړی دی، بلکې دغه بنسټ توانېدلی ترڅو د خلکو او دولت په مرسته ګڼ شمېر هغه افغان ماشومان چې د سوري زړه له ناروغۍ څخه رنځېږي له هېواد څخه بهر واستوي. ویل کېږي چې ولسمشر غني هم د هند له هېواد څخه غوښتي ترڅو هر کال یو میلیون ډالره دغو افغان ناروغانو ته ځانګړي کړي او دغو مرستو ته تر پنځو کلونو دوام وکړي.

د مې میاشتې اتمه نېټه د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال خوځښت له ورځې او د سویسي دونانت هانر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه