نن د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ تهڅېرمه ځانمرګي برید چې په هغه کې د عامې روغتیا وزارت په وینا ۹۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۶۳ تنه نور ټپيان شوي دي، له نړیوالو او کورنیو غبرګونو سره مخ شوی دی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، دا برید «وحشیانه» او «ترهګریز» برید بللی او هغه یې غندلی دی.
هغه زیاتوي:«په کابل کې د وحشیانه برید له امله مې ټکان وخوړ. زه دغه ترهګریز برید په کلکه غندم.»
د ناټو سرمنشي وايي، چې له افغانستانه به ملاتړ وکړي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ به پاتې شي:«ناټو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.»
اخوا د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جان سون هم په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې افغانستان د سولې وړ دي.
هغه څرګندوي:«په کابل کې د نن ورځې له چاودنې هیږ شوم؛ دا یوې اوونۍ کې درې ستر بریدونه دي.»
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکې سفیر جان بس هم دغه برید غندلی او هغه یې بې مانا او بزدلانه بللی دی.
جان بس ویلي:«د امریکا حکومت او زه د افغانستان د زړورو خلکو ترڅنګ ولاړ یوو. د هغوی هڅې د دغه هېواد د ټولو وګړو د باثباته او سولهییز راتلونکی لپاره، ترهګرو او هغو کسانو ته چې یوازې تاوتریخوالی پېژني غوره ځواب دی.»
دغه برید چې د هغه مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی، د حکومتي او کورنیو بنسټونو د چارواکو له خوا هم غندل شوی دی.
ولسمشرۍماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له نړیوالو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ په وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.
ولسمشر غني کهڅه هم ویلي چې د دغو ترهګرو د تمویل او تجهیز ځای څرګند دی، خو د کوم هېواد نوم نه یادوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ترهګر د پردیو د موخو لپاره جګړه کوي او غواړي چې د افغانستان د ثبات او سوکالۍ مخنیوی وکړي چې هېڅکله خپلو دغو غوښتنو ته به ونه رسېږي.»
اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم وايي چې پر عمومي ځایونو او مرستندویه بنسټونو ترهګریز بریدونه زیات شوي او دا د ترهګرو پر ملاتړکوونکو د نړیوالۍ ټولنې له فشار سره مستقیمه اړیکه لري.
هغه په دې اړه په ډاګه کړه:«ترهګر روزونکي د ځانمرګو بریدونو او چاودونو له زیاتوالي سره، له یوې خوا د نړیوالۍ ټولنې د فشارونو د کموالي او له بلخوا، د غچ اخیستو په لټه کې دي. خو هغه ورځ سبا ته رارسېږي چې ترهګر روزونکي هېوادونه د زرګونو بې ګناه خلکو د وینې د توېدو له امله به وپوښتل شي.»
دا برید په داسې حال کې د کابل په زړه کې ترسره کېږي چې یوه اوونۍ وړاندې د انټر کانټیننټل هوټل د ځانمرګو بریدګرو د برید شاهد وه. د شمېرو له مخې په دغه برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
له دغه برید وروسته، دوه ورځې مخکې، په جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ژغورنې پر خیریه بنسټ هم ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې ۶ تنه ووژل شول او څه باندې ۲۵ تنه نور ټپیان شول.