Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې د ۳ تنو وژل کېدل

د کابل ښار د لومړۍ حوزې په اړونده سیمه کې د یوه ماین چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن (پنجشبې د تلې په ۶ مه) پر ماښام، د کابل ښار د سینما پامیر په سیمه کې پېښه شوه.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش وايي چې دغه چاودنه د پولیسو په رنجر ډوله موټر کې د نښلوونکي ماین د چاودنې له امله وه.

د ښاغلي دانش په وینا، چې د دغې پېښې شهیدان، دوه تنه پولیس او یو ولسي وګړي دي او ټپيان یې هم، دوه پولیس او ۱۴ مُلکي کسان دي.

تراوسه د دغې پېښې پړه هېڅ ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم کابل د یوه ترهګریز برید شاهد وه. بریدګرو د کابل هوايي ډګر ته نېږدې په یوه کور کې له ځای پر ځای کېدو سره د دغه هوايي ډګر پر پوځي برخې څو توغندي توغولي دي.

دا برید، کابل ته د ناټو د عمومي منشي او د امریکا د دفاع وزیر له راتګ سره هم مهاله وه.

د کورنیو چارو وزارت که‎څه هم دغه چاودنه د پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر د نښلوونکي ماین له امله بولي، خو د پېښې شاهدان ټينګار کوي چې د دغې پېښې ډېری ټپيان د یوه جومات لمونځ کوونکي دي.

شریک یي کړئ