د ۲۰۵ اتل قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي چې په کندهار ولایت کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ بلواګري وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره د کندهار په نیش ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې پوځيانو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.