Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځمک‎پېژندونکی پلاوی د سپین‎بولدک سروې کوي

افغان چارواکو (سې‎شنبې د غويي۱۹مه) ویلي دي چې د ځمک‎پېژندونکي ګډ پلاوی د چمن‎ـ‎سپين‎بولدک سره جنجالي سیمه کې سروې ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د نښتې له امله دوه افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان او پاکستان پرپوله هغه مهال نښته د جمعې پر ورځ پیل شوه چې د افغان پوله‎ساتو ځواکونو په وینا پاکستاني سرتېري د سرشمېرنې په موخه د افغانستان خاورې ته دننه شول.

وروسته له هغې پاکستاني او افغان پلاوي درې ځله سره ناسته وکړه او دې هوکړې ته ورسېدل چې په سیمه کې اصلي کرښې مالومولو لپاره ګډه سروې ترسره کړي.

ویل کېږي چې دا پلاوی به د اصلي کرښې څرګندولو په موخه د ګوګل او جي‎پي‎اس څخه استفاده وکړي.

په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق ګارډين برېټانیا ورځپاڼې ته ویلي دي:«وروسته له خبرو اترو دواړه خواوې هوکړې ته ورسېدل چې د ځمکې پېژندنې سروې وشي او د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې به د ګوګل او جي پي اس څخه په دې برخه کې کار واخلي.»

پاکستان ټوډې په بلوڅستان کې د سیمه‎ييز مدیر، کاشف نبي به قوله لیکلي دي چې د سروې په ډله کې به پوځي افسران شامل وي او دوشنبې چمن ته رسېدلي او په ارامه فضا کې کار کوي، خو پوله لا هم تړلې ده.

یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي پاکستان ټوډې ته ویلي دي:«د دواړو لورو لخوا کارپوهانو په سیمه کې سروې پیل کړې ده.»

د ډيورنډ کرښه چې د ۲ زره او ۴۳۰ کیلومټر په واټن سره د افغانستان او پاکستان د پولې په منځ کې پرته سیمه ده چې په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې بریټانیوي ډپيلوماټانو او مورټیمر ډیورنډ او د هغه وخت افغان حاکم امیر عبدالرحمان خان ترمنځ لاسلیک شو. چې له ۱۹۴۹ زیږدیز  کال څخه وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د یوې جنجالي مسئلې په توګه پاتې دی.

افغان حکومت ډیورنډ کرښه د پولې په توګه نه پېژني او ډېری په دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه واقعي پوله د سند سیند دی.

شریک یي کړئ