Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چوهدري: د حقانې ډلې یو شمېر غړي په پاکستان کې مېشت دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، اعزاز احمد چوهدری وویل چې د حقاني دلې یو شمېر غړي په پاکستان کې مېشت دې او خال خال فعالیتونه کوي.

ښاغلي چوهدري د پاکستان دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د حقاني ډلې غړو ته خبرداری ورکړی دی چې که په افغانستان کې ترهګریزو کړنو کې برخه واخلي نور په پاکستان کې ځای ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر غني او امریکايي چارواکو تل ټنیګار کړی دی چې د حقاني ډلې غړي په پاکستان کې مېشت دي او د پاکستان په قبایلي سیمو کې ورانکارې کړنې ترسره کوي؛ خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړې دي.

ښاغلي چوهدري وویل:«حقیقت دا دی چې حقاني دله د طالبانو یوه برخه ده چې په بیلابیلو ځایونو کې غړي لري؛ ډېر شمېر یې په افغانستان کې دي او یو شمېر یې په پاکستان کې دي.»

ده وړاندې ویلي:«طالبانو او حقاني دلې ته زموږ پیغام دی چې په افغانستان کې هېڅ ډول ترهګریز کارونه ونه کړي، که یې عمل بدل نشي نو پاکستان یې هرکلی نه کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرې دا ښیې چې پاکستان پر طالبانو او حقاني ډلې یو ډول نفوذ لري او کولی شي چې فعالیتونه یې شنډ کړي.

ده ویلي دي چې پاکستان پر ترهګرو ډلو فشار راوړي تر څو بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

چوهدري ویلي دي چې پاکستان د افغان حکومت ته څرګنده کړې ده چې دا هېواد ترهګرو د فشار په توګه کار نه اخلي؛ ځکه چې ترهګر به خپل ټوپک د پاکستان خوا ته هم ونیسي.

له بلې خوا چوهدري د افغانستان پر سیاسي حل لار‎ې ټینګار کړی دی. دې پاکستاني چارواکي ټینګار کړی دی چې پاکستان چمتو دی د سولې خبرو کې منځګړی ووسي.

چوهدري د پاکستان دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د حقاني ډلې غړو ته خبرداری ورکړی دی چې که په افغانستان کې ترهګریزو کړنو کې برخه واخلي نور په پاکستان کې ځای ونه لري.

شریک یي کړئ