Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډنفورډ:ناټو دې په افغانستان کې دځواکونو زیاتوالي ته دې ژر چمتو شي

د ناټو د غړو هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې په بروکسل کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د پوځ د مشرانو په ګډون د پوځي کمېټې غونډه نن پنجشنبې (د غوايي په ۲۸ مه) جوړه شوه.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي د ناټو غړي باید افغانستان ته د لازیاتو پوځیانو لېږلو ته چمتو وي.

له بلخوا په اروپا کې د ناټو لوی قومندان افغانستان ته د لازیاتو ځواکونو د لېږلو د پرېکړې پر وروستي کېدو ټینګار کوي.

په اروپا کې د ناټو عمومي قومندان جنرال کورتس مایکل اسپروټي په دې اړه وویل:«هرڅومره ژر چې کولای شو د جنرال نیکلسن نیمګړتیا ډکه کړو ښه به وي، دلته په ناټو کې موږ فکر کوو چې دا موضوع به ډېر ژر په پام کې ونیول شي، موږ به په نېږدې راتلونکي کې د حکومتونو د مشرانو غونډه ولرو، زه فکر کوم چې دا موضوع له دې مخکې چې وخت تېر شي په پام کې به ونیول شي.»

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو زیاتوالی به په افغانستان کې د مأموریت د بدلون په مانا نه وي چې په مشورې ورکولو پورې محدود دی او له طالبانو سره جګړې په‎کې شامله نه ده.

ښاغلي اسکپروټي زیاته کړه:«وخت ته اړتیا لري چې افغان ځواکونه پرخپلو پښو ودرېږي، دغه ځواکونه چې اوس جنګېږي خو هغه وخت به دا توانمني ولري چې ثبات رامنځته کړي او هغه وساتي او طالبانو خبرو ته اړ کړي، زه ډاډمن یم چې دا کار کولای شو.»

له دې سره سره د ناټو چارواکي ټینګار کوي په افغانستان کې د جګړې د بندون د ماتولو لپاره به له ټولو لارو کار واخیستل شي.

د ناټو د پوځي کمېټې رییس جنرال پیټر پاول څرګنده کړه:« افغان ځواکونه له ننګونو ډک چاپېریال سره مخامخ دي، دوی هره ورځ آزمویل کېږي، خو هره ورځ پر خپل ځای پاتې کېږي، باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی، نه یوازې د سیمې په ګټه.»

ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې به جوړه شي او تمه کېږي د امریکا ولسمشر ټرمپ به افغانستان ته د لازیاتو پوځیانو د لېږلو په اړه پریکړه اعلان کړي.

شریک یي کړئ