د ملی امنیت لوی ریاست په کابل کې د طالبانو د یوه قومندان له نیول کېدو خبر ورکوي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې نن(سېشنبې د چنګاښ۱۳مه) راغلي دي چې د طالبانو یاد قومندان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوی دی.
ویل کېږي چې نیول شوی کس عبدالرحیم نومیږي چې په میوند باندې مشهور وه او د یوې ۲۰ کسیزې ډلې مشري یې کوله.
خبرپاڼه کې راغلي دي:"نول شوی کس د ترهګریزو کړنو طرحهکوونکی او د کوټې شورا غړی وه چې په وسلهوالو نښتو او ترهګریزو کړنو کې یې په ارزګان کې فعاله ونډه درلوده."
خبرپاڼه وړاندې کاږي:"یاد کس په دې وروستیو کې کابل ته راغلی وه تر څو د اختر په ورځو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي."
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.