په هېواد کې د وروستیو جګړو له امله یوشمېر بېځایه شوي کورنۍ چې په کابل کې اوسېږي وايي چې وروستیو بارانونو کابو د یادو کورنیو ۱۰۰ کورونه وران کړي دي.
دوی زیاتوي، هغه ژمنې چې د ولسمشر غني د ټاکنو پر مهال دوی ته ورکړې وې، هیرې کړې یې دي.
د هلمند جګړو له امله کابل ته بېځایه شوی کډوال، ولي خان وايي:«اشرف غني هغه ژمنې چې له موږ سره یې کړې وې، هغه عملي کړه، زموږ ورور یې وګوره چې موږ په کوم حالت کې یوو.»
همداراز بل بېځایه شوی کډوال، ابراهیم زیاتوي:«خلک په خټو کې دي او کورونه یې وران شول.»
صفي الله وايي د کوټي چت رالوېدو له امله یې مېرمن، دوه لوڼې، دوه زامن او یوې خوريی یې ژوند له لاسه ورکړ.
دی په دې اړه وايي:«کله چې مې د خاورو لاندې راویستل ژوندي وو، خو څوک پر لاره او چا هم په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.»
ناز بي بي په هلمند کې د سخت ټپ له امله خپله نیمايي څیره زیانمنه شوې ده، اوس له اوو یتیمانو سره په کابل کې شپې ورځې تېروي او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د واټونو ترڅنګ کار کوي.
ناز بي بي وايي:«جګړه وه، لور او خاوند مې شهیدان شول، ځمکه کې درلوده، ډوډۍ مې درلوده، ما کابل څه پېژندو او څّه مې لیدلی وه.»
ډېری دغه بې ځایه شوي د کندهار، زابل او هلمند ولایتونو څخه راکډه شوي او پلازمیني ته راغلي دي دوي له جګړې او نښتو راتښتیدلي خو په دې ځاي کې له دغه راز ناوړه وضعیت سره مخامخ دي.