Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کریم خلیلي طالبانو ته:د امارت د جوړېدو په فکر کې مه واوسئ

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، سوله د افغانستان یوه ملي اړتیا بولي.

د سولې د عالي شورا رییس چې په کابل کې د سولې د نړیوالۍ ورځې په لمانځغونډه کې خبرې کولې،څرګنده کړه، چې اوس په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره ملي، سیمه‎ییز او نړیوال شرطونه رامنځته شوي دي.

هغه، هیله څرګنده کړه چې له دغه فرصت څخه د سولې د راوستو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید اغېزناک ګامونه پورته شي.

ښاغلي خلیلي څرګنده کړه:«جګړه د حل لاره نه ده، نه حکومت او نه هم مخالفین د جګړې له لارې به پایلې ته ورسېږي. که چېرې فکر یې کړی چې له جګړې سره کولای شي طالباني امارت جوړ کړي په دې فکر مه واوسئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، له دغه ګوند سره د حکومت د سولې په تړون کې د سولې د عالي شورا ونډه رد کړې ده.

له دې ټولو سره، محمد کریم خلیلي په دې باور دی له هغه مهاله چې هغه د سولې د عالي شورا مشري ترلاسه کړې جدي هڅې یې پیل کړي دي او دغه شورا به ثابته کړي چې د سولې په بهیر کې ډاګیزه ونډه لري.

له بلخوا اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان له طالبانو سره د باعزته سولې غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ