Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: پارلماني ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره کېږي

د ځينو سیاسي ګوندونو استازي او پر ټاکنو د څار بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په پنځمه ملي غونډه کې په یاد کمېسیون کې د اصلاحاتو د نه رامنځته کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د سیاسي ګوندونو یو شمېر استازي وايي که دغه کمېسیون د فضا څخه د خلکو د سرشمېرنې په اړه ټاکنې ترسره کړي هېواد به د کړکېچ خوا ته لاړ شي.

د افغانستان د زرغون بهیر مشر امرالله صالح په دې اړه وویل:«هغه سرشمېرنه چې د هوا له لارې او د سټلایټ په واسطه شوې د بدن د حرارت پر بنسټ وه که‎چېرې په ټاکنو کې له دغې احصایې کار واخیستل شي ډېرې ستونزې به را ولاړې شي.»

د دغو ګوندونو ځینې استازي وايي،  په تېرو کلونو کې د ټاکنوخپلواک کمېسیون درغلیو پر ټاکنو او ډ يموکراسۍ د خلکو بارو له‎منځه وړی.

د افغانستان د اسلامي حزب استازی غیرت بهیر هم وايي:«ولسوالانو او زورواکو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.»

د کابل پخوانی والي جبار تقوا څرګنده وي:«د دوی لاسونه تړلي دي دوی خپلواک نه دي خلک په ټاکنو باور نه‎لري زه لیک درکوم چې سږکال به هم ټاکنې ونه‎شي.»

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس په کمېسیون کې د ځينو ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده وي خو ټینګار کوي چې دغه کمېسیون د وري په ۲۵مه نیټه د رایي ورکوونکو نوم لیکنه پيلوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن وايي:«د رای ورکوونکو د نوم ‎لیکنې لپاره کار دوام لري تا ترې میاشتو دوام کوي او پارلماني ټاکنې د تلې تر وروستیو ترسره کېږي.»

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په ۱۶ مه نېټه ترسره شي خو تمه کېږي چې راتلونکې اوونۍ د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه د دغه کمېسیون لخوا اعلان شي.

شریک یي کړئ