د کندهار پولیسو نن شنبې (د وري په ۱۰مه) ویلي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره د پولیسو په نښته کې پنځه تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
د کندهار د امینه قومندان تادین خان ویلي چې دغه نښته د تیمور بندر سیمه کې هغه رامنځته شوه چې طالب اورپکو پر پولیسو برید وکړ.
د تادین خان په وینا، په دغې نښته کې د پولیسو درې سرتېري هم وژل شوي او یو بل پولیس ټپي دی.
د کندهار امنیه قومندان ویلي چې په نښته کې درې نور اورپکي ټپيان شوي دي.
بلخوا طالبانو تراوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.