Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: په تېرو ۹ میاشتو کې یو زرو ۵۵۱ ترهګر وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې د ځانګړو پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د ۴۰۰ تنه مهمو غړو له وژل کېدو څخه خبر ورکوي.

دغه وزارت د ځانګړو قطعاتو ځواکونه ګمنامه پوځيان بولي چې د هغه په وینا د ترهګرو په له‎منځه وړلو کې مهمه ونډه لري.

د کورنیو چارو وزارت په تېرو نهو میاشتو کې د ځانګړو پولیسو د قطعاتو هڅې له بریاو ډکې بولي.

د کورنیو چارو وزیر په یو لړ مراسمو کې د پولیسو د هڅو په ستایلو سره وايي چې دغو ځواکونو د ښارونو او ولسوالیو د نیولو لپاره د ترهګرو پلانونه شنډ کړل.

د کورنیو چارو وزیر تاج‎محمد جاهد وویل:«هغه پېښه چې د کابل په نوي ښار کې رامنځته شوه او د میرولي پر کور ځانمرګی برید،تاسو پوځیانو په څه مهارت او زړورتیا او مسلکي والي سره،خپله بریا او مهارت وښوده او په هغو پېښو کط هېچا ته زیان ونه رسېد.»

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د پولیسو ځانګړو ځواکونو په تېرو نهو میاشتو کې په یو زرو ۵۸۲ عملیاتو کې ګډون کړی چې په پایله کې یې یو زرو ۵۵۱  ترهګر وژل شوي،۶۵۳  ترهګر ټپيان شوي، ۸۶۳  ډوله د ترهګرو وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي،۴۸۷ کیلوګرامه نشه‎يي توکي ترلاسه شوي دي. 

د پولیسو ځانګړو ځواکونو قومندان سید محمد روشن‎دل وویل:«په هر ډول شرایطو کې،د پولیسو دغه ځانګړي ځواکونه چمتو دي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د امنیت د تأمین لپاره قرباني ورکړي او هڅه وکړي ترڅو د دغه هېواد دښمنان خپلو هغو پلیتو موخو ته چې لري یې ونه‎رسېږي.»

که څه هم د کورنیو چارو وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه ورکوي خو وايي په اګست میاشت کې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د ځانمرګو بریدکونکو د ځپلو په عملیاتو کې دوه دغه پوځیان ووژل شول. 

شریک یي کړئ