یوه امنیتي سرچینه تېره شپه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې ۶ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دغه سرچینه نن(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) وايي پېښه تېره شپه په داسې حال کې شوې چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ او د " افغان ځواکونو له ځواب سره مخامخ شول چې له سیمې وتښتېدل."
سرچینه همداراز څرګندوي چې نښته کې ۴ طالب وسله وال هم وژل شوي دي او دوه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.