یو افغان وکړی په سویس کې د ۲۵ کلونو ژوند څخه وروسته اوس له دغه هېواد څخه د بهر کېدو له ګواښ سره مخ دی.یوې محکمې په سویس کې پرېکړه کړې تر څو یو ۲۷ کلن افغان چې په دوه کلنۍ کې دغه هېواد ته تللی وه،بهر کړي.
دغې محکې له دغه هېواد څخه د نوموړي افغان وګړي ایستل په ځلونو جرمونو کې د لاس لرلو له امله بولي.
کهڅه هم دغه افغان وګړي له محمکې څخه غوښتي وو ترڅو په دغه هېواد کې د ژوند کولو اجازه ورکړي،خو محکمې د هغه غوښتنه رد کړه.
د سویس د قوانینو پر بنسټ،کهچېرې یو پناه غوښتونکی د څو کلونو په تېرېدو سره داسې کوم کار وکړي چې امنیت او یا عامه نظم ته ګواښ وبلل شي،له دغه هېواد څخه ایستل کېږي.
د یادولو ده چې دغه کس د خپل هېواد په اړه نه پوهېږي هغه په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې دغه هېواد ته تللی دی.
دغه کس په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې له قانون څخه د سرغړونې له امله درې کاله زنداني شوی وه.له خلاصون څخه یې یو کال وروسته،هغه د دویم ځل لپاره د تاوتریخوالي د جرم له امله د دوه نورو کلونو لپاره په زندان محکوم شو.
د دغه کس وکیل ویلي چې دغه افغان وګړی له افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه په څه نه پوهېږي او حتا نه پوهېږي چې د دغه هېواد خلک په کومه ژبه خبرې کوي.