Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۰۱۶ کال کې ۳،۶ میلیونو افغانانو ته بشرپاله مرستې

د ملګرو ملتونو د بشرپاله‎مرستو د هم‎غږی دفتر نن( دوشنبې( د کب۳۰مه) اعلان وکړ چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په افغانستان کې له کاب ۳،۶ میلیونو افغانانو ته بېړنۍ بشرپاله مرستې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله‎مرستو د هم‎غږی رئیس، دامینیک پارکر په دې اړه وايي چې تېر کال کې یې یاد شمېر افغانانو ته چې د ټولو وګړو ۱۱ سلنه جوړوي، بشرپاله مرستې برابرې کړې دي.

له یاد دفتر څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دی چې مرستو ته اړمن ډېر کسان د جګړو له امله بې‎‎ځای شوي دي.

سږکال د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو بنسټ انګېرنه ښیې چې ۹،۳ میلیونه افغانان به مرستو ته اړیتا ولري او له ډلې یې ۵،۶ میلیونو کسانو غوښتنو ته به د افغانستان بشرپاله ځواب ویلو طرحې له مخې مرسته وشي.

ښاغلي پارکر وویل:«۲۰۱۷ کال به د افغانستان لپاره بل له کړکېچ ډک کال وي او موږ بشرپاله ټولنې به خپلې هڅې زیاتې کړو. داسې ښکاري چې د جګړو له امله د کورنیو بې‎ځایه شویو شمېر زیات شي، له پاکستان څخه به ډېر کسان راشي، د انسان د روغتیا، خوړو او ژوند لپاره باید ډېرې هڅې وشي. سږ کال موږ ۵۵۰ میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه وکړه او په تمه یوو چې دا مرستې ترسره شي.»

د ملګرو ملتونو د بشرپاله‎مرستو د هم‎غږی رئیس، دامینیک پارکر په دې اړه وايي چې تېر کال کې یې یاد شمېر افغانانو ته چې د ټولو وګړو ۱۱ سلنه جوړوي، بشرپاله مرستې برابرې کړې دي

شریک یي کړئ