Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۵۰ سلنه ښځې د خپل میراث د حق له اخیستو تېرېږي

د کډوالو لپاره د ناورې د حقوقي سلامشورې د پلاوي همغږې کوونکې د چهارشنبې په ورځ(د کب په ۱۸ مه)په کابل کې وویل چې په افغاني ټولنه کې حاکم دودونه د دې لامل شوي دي چې ۵۰ سلنه ښځې د خپل میراث د حق له اخیستو تېرېږي.

د کډوالو لپاره د ناورې د حقوقي سلامشورې د پلاوي همغږې کوونکې شبنم توانګر وویل:«داسې پېښې مو لرلې چې ښځې او نجونې حاضرې وي چې هوکړه‎وکړي،چې د خپل د میراث له حق څخه لږې پیسې او لړه برخه واخلي ترڅو د خپلو وروڼو،تره او یا هم د تره د زوی او هر کس د میراث اخیستو په طرف یې دی، د هغوی ملاتړ له لاسه ور نه کړي.»

۵۱ کلنه شهلا له ۶ کلونو راهیسې هڅه کوي ترڅو د خپل میراث حق چې له پلاره ورپاتې دی له وروڼو څخه واخلي.

د کابل اوسېدونکې شهلا وايي:«زما حق ډېر هم نه کېږي.نیمه بسوه ځمکه ده.که‎چېرې ښه چلند یې را سره کړی وای،ښايي چې زه هم له خپلې برخې تېره شوې وای.۴۲ کاله یې زما د کور کرایه واخیسته او ما ته یې هم نه‎وه راکړې،خو ما ویل چې چې فرق نه کوي ورور مې دی او پښه یې هم معیوبه ده،پرېښته چې د هغوی لپاره یو څه وشي.»

خو دیني عالمان وايي نجونو او مېرمنو ته د میراث حق ورکول الهي حکم دی او په قران کریم کې هم په روښانه توګه بیان شوی دی.

د دین عالم سید عبدالهادي هدایت وویل:«د یوې مېرمنې ،د یوې خور او د پلار د لور په توګه،هغه څوک چې د هغوی مسلم حق دی،د قراني حکم پر بنسټ چې دغه حق په هره ممکنه توګه باید هغه واخلي او نرینه هم دغه مسلم حق هغوی ته ورکړي.»

دیني عالمان د قراني احکامو په اړه د خلکو بې خبري هغه لاملونه بولي چې یو شمېر نارینه، ښځو او نجونو ته د میراث د حق له ورکولو ډډه کوي.

شریک یي کړئ