په ملي شورا او ولایتي شورا کې د فراه ولایت استازي وايي چې جګړې د یکشنبې پر ورځ د یاد ولایت تر ښاره پورې رسېدلې وې.
دا استازي له حالت څخه اندېښنه لري او وايي چې په د ولایت کې پراخو پوځي عملیاتو ته اړتیا ده.
په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازی، عبدالصبور خدمت وايي:«د خلکو هټۍ تړلې دي او د کورنیو کډوالي پیل شوې وه. زموږ موکلینو موږ ته راپور راکړ چي دښمن د تیری او دولت د شاتګ په حال کې دی.»
د فراه ولایت اوسېدونکې د نا امنیو په اړه د دولت په کارکړنو نیوکې کوي.
د یاد ولایت اوسېدونکی، سید احمد مختار څرګندوي:«له هغې ورځې چې جګړې پیل شوې دي، خلک په وېره کې دي.»
خو داسې آندونه هم شته چې په فراه ولایت کې په سمه توګه ستونزه ته پاملرنه نه ده شوې.
د فراه ولایتي شورا غړی، ګلاحمت فقیري زیاتوي:«د چارواکو تر غوږ مو رسولې ده چې حالت ورځ تر بلې خرابېږي. د فراه ولایت چارواکو پاملرنه نه ده کړې.»
قومي مشر، عبدالستاز حسیني وايي:«دا استخباراتي جګړه ده او دا جګړه د فراه ښار تر دروازې رسېدلې ده.»
په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی، ګلاحمد اعظیمي څرګندوي:«په فراه کې جګړه دوه لاملونه لري، یو یې د بخشآباد بند دی چې سروې او ډيزاین شوی او بل یې د چابهار بندر دی چې له دې لارې له هند سره اړیکې ښې کېږي.»
په همدې حال کې فراه ولایت ته د سلګونو دولتې ځواکونو له لېږلو خبر ورکول کېږي.
په دې اړه مو اندونه