Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لښکرګاه ښار تر شدید امنیتي ګواښ لاندې دی

د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې د نښتو له پیل څخه دوه اوونۍ تېرېږي،خو دغو نښتو تراوسه هم پای نه دی موندلی او د ډېریو کورنیو د بې ځای کېدو لامل شوی دی.

په همدې حال کې د هلمند ولایتي شورا وايي د لښکرګاه ښار د پرځېدو د مخنیوي لپاره دغه ښار ته باید نور پوځي ځواکونه واستول شي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل وویل:«تر هغه مهاله چې دلته تازه دمي ځواکونه رانه شي،د جګړې شنډول به ستونزمن وي ځکه چې په هلمند کې جګړه پراخه شوې.له دغو ځواکونو سره چې دلته دي،شونه نه ده چې ددغې جګړې مخه دې ونیول شي.»

۱۴ ورځې کېږي چې لښکرګاه د طالبانو په کلانبدۍ کې ده او هر شېبه د هغه د پرځېدو احتمال شته،خو دولتي ځواکونه تراوسه نه دي توانېدي ترڅو طالبان د لښکرګاه له دروزاې څخه لیرې کړي.

ډېری کورنۍ د بولان له سیمې څخه چې د لښکرګاه په درېیمې حوزه کې موقعیت لري،د درنو جګړو له وېرې خپل کورونه یې پرېښي دي.

د هلمند د جګړې بې ځایه شوي وايي چې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د هلمند د جګړې بې ځایه شوی وايي:«دغه خلک هم په عذاب کې دي هر کور ته ۱۰ تر ۲۰ کورنۍ راغلي دي او ژوند کوي،ماشومان په ستونزو کې دي.باور وکړې چې نن شپه درې دقیقې مو هم خوب نه دی کړی.»

د هلمند یو بل بې ځایه شوی میر حمزه وايي:«ټول خلک تللي دي،هلته دوه انګړونه هم ډک نه دي ټول تللي دي.»

خو په هلمند کي د اپراتیفي ګروپ مشر جبار قهرمان، د لښکرګاه ښار په څنډو کي د جګړي د کابو کولو لپاره د اوو ورځو د وخت غوښتنه کوي.

د هلمند د عملیاتو مسؤول عبدالجبار قهرمان څرګنده کړه:«د دغې جګړې اړخونه چې زه د یوه جنرال په توګه په پام کې لرم، د مخالفینو ځواک او استعداد وینم تاسو همدا اوس یاد داښت کړئ،اوه ورځې نورې ماته وخت راکړئ،له اوو ورځو وروسته،په هلمند کې جګړه خلاصېږي.»

د هلمند د پولیسو د عملیاتو مسؤول عبدالرحمان صابر وايي:«له دې وروسته هر قومندان،هر پولیس‎که‎چېرې خپله سنګر پرېږدي،موږ ورسره قانوني چلند کوو.»

اخوا یوي امنیتي سرچیني طلوع نیوز ته ویلي چي په هلمند کي ځايي چاوراکو د ناسمې همږغۍ له کبله د ټولو عملیاتو قومنده بهرنیو ځواکونو په غاړه اخیستي ده، خو د هلمند ځايي چارواکي دغه خبره ردوي .

د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې د نښتو له پیل څخه دوه اوونۍ تېرېږي،خو دغو نښتو تراوسه هم پای نه دی موند

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه