د فراه ځايي چارواکي وايي چې طالبان د فراه ښار له شاوخوا څخه طالبان د شاته تګ په حال کې دي.
دغه چارواکي په فراه کې وايي چې فراه ښار په شمالي او ختیځو برخو کې د بهرنیو ځواکونو له هوايي ملاتړ سره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
چارواکي زیاتوي هغه سیمې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو لاسته لوېدلې وې،بېرته امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي او دمګړۍ د پلټنې عملیات روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه د امینه قومندانۍ امنیت امر محمد غوث ملیار د جمعې په ورځ ویلي وو چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیات په لړ کې څه باندې ۱۵۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
ښاغلی ملیار زیاتوي چې په فراه کې د طالبانو د تېښتې ټولې لارې د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه