Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان -کندز لویه لار له ۱۰ورځو وروسته د ټرافیکو پر مخ پرانستل شوه

د بغلان سیمه‎يیز چارواکي وايي دا لویه لار د پوځي عملیاتو په پایله کې خلاصه شوه، دوی زیاتوي چې دا لویه لار په پوره توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

په همدې حال کې د مرکزي بغلان ولسوال وايي چې یوازې د واټونو د څنډو په پاکولو بسنه ونه وکړو،بلکې ترهګر باید له بغلان څخه له منځه ولاړ شي.

طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزارت اکمالاتي کاروان چې کندز ته روان وه پر همدغه واټ په نښه او وسوځوه.

په بغلان کې د جګړ قومندان تورن جنرال شعور ګل وايي:«دښمن ته سخته او درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د دښمن وسایط،وسلې او تجهیزات په دغې لاره کې له منځه تللي دي او اوس ټوله لاره د پوځيانو په واک کې ده.هېوادوال مو کولای شي په دغې لارې په جمعې زړه تګ راتګ وکړي. »

د ملي دفاع وزارت د لومړۍ ضربتي لوا قومندان برید جنرال خیال نبي احمدزی وايي:«په هغو عملیاتو کې چې ترسره شول ضربتي لوا خپله فعاله ونډه لرله او ټولو په ګډه خپلې دندې ترسره کړې او مخکې مې هم وویل چې د فاریاب،جوزجان،مزار،بغلان،کندز،تخار،بدخشان ولایتونو او ټول شمال چې اړتیا وي ضربتي لوا له ځواکونو ملاتړ کوي.»

د عامه نظم پولیس وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر د دغې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره تازه پوستې جوړې شي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د قومندانۍ مرستیال برید جنرال سید اقا ثاقب څرګنده کړه:«هو کې موږ هغه تشې او تېروتنې چې مخکې په دغې لاره کې وې په ګوته کړي. موږ پلان لرو چې خپل ځواکونه پياوړي کړو او په هغو ځایونو کې چې د دښمن ځواکونه تګ او راتګ کوي پوستې جوړې کړو.»

د بغلان د قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال امیرګل حسین خېل وايي:«موږ د دغې لارې ټولو خلکو ته وایوو چې ټول خلک مجاهد دي او باید له دولت سره همکار وي او موږ خلکو ته ډاډ ورکو چې د خلکو له کورنو څخه ساتنه کوو او د خلکو په خدمت کې یوو.»

په همدې حال کې د مرکزي بغلان ولسوال وویل د طالبانو د بشپړ له‎منځه وړو لپاره په دې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو ترسره کېدو ته جدي اړتیا ده.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري هم څرګنده کړه:«په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هغه کلي چې د ښمن په لاس کې دي،له پوځي مسؤولانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دغه ټول کلي چاڼ او وپلټي او له دغو کلیو څخه طالبان لیرې کړي.»

ډېره وخت طالبان په کندز کې د جګړې په پراختیا سره دا لاره د تګ راتګ او پوځيانو پر مخ تړي.

د بغلان سیمه‎يیز چارواکي وايي دا لویه لار د پوځي عملیاتو په پایله کې خلاصه شوه، دوی زیاتوي چې دا ل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه