د ملي امنیت لوی ریاست د یکشنبې پر ورځ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، د تخار ولایت په دشتکلا ولسوالۍ کې د جندالله ډلې څلور غړي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد کسان په داسې حال کې نیول شوي دي چې غوښتل یې ماینونه ځای پر ځای کړي.
نیول شوي کسان په تخار ولایت کې پر ترهګریزو فعالیتونو بوخت وو.
خبرپاڼه د نیول شويو کسانو په ډله کې د عبدالهادي په نامه د یوه ترهګر نیول کېدو خبر هم ورکوي چې په تخار ولایت کې د ماینونو پرخښولو او د قومي مشرانو ترور په برخه کې یې فعالیت کاوه.
د امنیتي ځواکونو په ترسره شویو دې عملياتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
په دې اړه مو اندونه