د هلمند والي وايي چې په دې ولایت د وروستیو دوو اوونیو نښتو په ترڅ کې ۵۰ تنه افغان ځواکونه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.
د هلمند والي وايي، څېړنې یې ښیې چې په دې ولایت کې کابو ۵۰ تنه افغان سرتېري لادرکه دي، خو نوموړی خبر ورکوي چې افغان ځواکونو پر طالبانو خپل یرغلییز بریدونه پیل کړي دي.
ښاغلي حیاتالله حیات څرګندوي:«وروستۍ څېړنې ښیې چې د هلمند په وروستیو دوو اوونیو نښتو کې کابو پنځوس ته افغان ځواکونه وژل شوي دي او څو تنه نور ټپیان شوي دي، او کابو پنځوس ته زموږ ځواکونه لا درکه دي.»
د هلمند والي په دې ترڅ کې د افغان ځواکونو له عملیاتو او وسلهوالو ته د مرګژوبلې په اړه څرګندونې لري.
ښاغلی حیات زیاتوي:«افغان ځواکونو تېره شپه څو پوځي عملیات په لښکرګاه ښار کې ترسره کړل چې په پایله کې یې ۸۸ طالب وسلهوال ووژل شول او څو کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک شول.»
له بلې خوا، د لښکرګاه اوسېدونکي له جګړې تر ستوني رارسېدلي او له افغان ځواکونو غواړي چې دې جګړې ته د پایټکی کېږدي.
د لښکرګاه ښار یو تن اوسېدونکی، علي رضا وايي:«په دې نښتو کې خلکو ته ډېر زیانونه اوښتې دي او آن د کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي دي او موږ له دولت څخه غواړو چې دا جګړه پایته ورسوي.»
دغه اندیښني په داسی حال کي راپورته کيږي چي دمګړي افغان ځواکونه د لښکرګاه ښارد دوهمې او درېیمې حوزو د یو شمېر سیمو تر څنګ په څو نورو ولسوالیو کي له وسلهوالو طالبانو سره پر مخامخ جګړه بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه