Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال دوستم: داعشیان شمال ته د رسېدو هڅې کوي

د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم وايي، داعشیان هڅه کوي تر څو د راتلونکي کال تر پسرلي پورې ځانونه د هېواد شمال ته راورسوي. نوموړی چې له نېږدې د فاریاب جګړې څارنه کوي زیاتوي چې د شمېرو له مخې کابو ۷۰۰۰ د داعش ډلې غړي دې موخه ته د رسېدو هڅې کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې پر عملیاتو بوخت دی.

په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتوالی او د غورماچ ولسوالۍ نسکورېدل لامل شول چې جنرال دوستم دې ولایت ته ولاړ شي.

جنرال دوستم عملیاتو موخه د ترهګرو ځای پر ځای کېدو مخنیوی ښودلی دی.

سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د غورماچ ډېر شمېر سیمې آزادې شوې دي.

د سیاسي چارو کارپوه، قاسم وحیدي وايي:«دې ته په کتو چې جنرال دوستم یو پوځي کس دی او د افغانستان پوځي حالاتو باندې ښه پوهیږي او همداراز په کافي اندازه واک او ځواک لري، نو ښايي مثبتې پایلې به ولري.»

د سیاسي چارو بل کارپوه، داؤود راوش زیاتوي:«عملیاتو مثتبې پایلې درلودې؛ خو مهمه دا ده چې وروسته استحکامات جوړ شي او تلپاتې امنیت ته کار وشي، ځکه چې د هغه ځای خلکو ډېر زیانونه لیدلي دي.»

د شنبې پر ورځ په قیصار ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې جنرال دوستم ته نېږدو ۵ سرتېرو په ګډون ۱۷ افغان ځواکونه ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابیلو برخو لکه، هلمند، فراه، ارزګان، بغلان او کندز خپل بریدونه زیات کړي دي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم وايي، داعشیان هڅه کوي تر څو د راتلونکي کال تر پسرلي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه