ملي دفاع وزارت مني چې د هېواد په جګړو کې مخالفو وسلهوالو له افغان ځواکونو د زغرګاډو په ګډون یو شمېر مهمې وسلې ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت ویاند، دولت وزیر وايي چې دا موضوع د اندېښنې وړ ده او د یادو تجهیزاتو د له منځهوړو لپاره هڅې روانې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«دا نه ردوو، پوستې نسکورې شوې دي، زغرګاډي او نور امکانات مو نه دي لېږدولي چې د طالبانو لاسته لوېدلي دي. دا د اندېښنې وړ ده.»
ښآغلي وزیري زیاته کړه:«څنګه چې کېږي هغه وسایل باید تخریب شي او زموږ پلان همدا دی؛ او یا ترې بیا ونیول شي.»
په همدې حال کې د کندز پخوانی والي، حمدالله دانشي څرګندوي چې اوسمهال په کندز ولایت کې لږ تر لږه د افغان ځواکونو ۴۵ زغرګاډي د طالبانو په لاس کې دي.
ښاغلی دانشي زیاتوي:«طالبانو له دولت څخه ډېر وسایل ترلاسه کړي دي. ۴۵ زغرګاډي یې نیولي او له کندز ولایت څخه بهر شول.»
د مشرانو جرګې غړی، محمد هاشم الکوزی زیاتوي:«ټانکونه یې ترلاسه کړل. او آن د ضربتي ځواکونو ټاکونه یې ترلاسه کړل. توپ، رینجر او د امریکا ټول مرسته شوي تجهیزات د طالبانو لاسته ولوېدل.»
کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو لخوا د افغان ځواکونو د زغرګاډو او نورو پرمختللو پوځي وسایلو بېرته ترلاسه کولو کې پام ونشي نو دولتي ځواکونه به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
د بشپړه راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه