Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو:طالبان تراوسه خپلو پوځي موخو ته نه دي رسېدلي

په هېواد کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسون وايي چې طالبانو شپږ میاشتې مخکې په افغانستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل خو بې پایلې وو.

نوموړی زیاتوي چې افغان او بهرني ځواکونه باید له طالبانو د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅې وکړي.

ملي دفاع، کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رییس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان د غزني د امنیتي اوضاع د څېړنې په موخه غزني ته سفر وکړ.

جنرال جان نېکلسون وايي چې د افغان ځواکونو له ځینو ناکامیو سره سره د طالبانو عمري عملیات ناکام وو.

جنرال جان نېکلسون وویل:«طالبانو خپل عملیات شپږ میاشتې وړاندې پیل کړل، خو خپلې هېڅ موخې ته هم ونه رسېدل. هغوی درې ځلې هڅه وکړه کندز ښار ونیسي، دوه ځلې هڅې وکړې لشکرګاه ونیسي او همداراز د ترینکوټ او فراه د نیولو هڅې یې هم وکړې خو د افغان امنیتي ځواکونو د فعالیت له امله بریالي نه شول.»

د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي څرګنده کړه:«موږ د دولتي ځواکونو د همغږو هڅو چې وتوانېدل د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي ستایو.هغوی غواړي ترڅو له پکتیا ولایت څخه پر غزني ډېر نفوذ وکړي چې ونه توانېدل.»

په همدې حالې د غزني ولایت امنیه قوماندان وايي چې د طالبانو د مشرتابه کابو نیمايي غړي د غزني ولایت دي له همدې امله هڅه کوي چې دا ولایت نا امنه کړي.

د ۳۰۲ تندر قول اردو قومندان محمدشریف یفتلي ویلي دي:«طالبانو لومړی هڅه وکړه ترڅو د غزني ګیرو ولسوالۍ وپرځوي خو نه توانېدل چې خپلې موخې ته ورسېږي.»

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل هم څرګنده کړه:«د طالبانو د مشرتابه نیمايي غړي د غزني اوسېدونکي دي او له همدې امله دغه ډله کوښښ کوي غزني ډېر ناامنه کړي.»

امنیتي چارواکي په څو تېرو میاشتو کې د ۶۲۰ ترهګرو د وژل کېدو او له ۳۳۰ ټپي کېدو خبر ورکوي.

د غزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو له ډلې، ګیرو،اندړ او ګیلان په دې وروستیو کې د نا امنیو شاهدې دي.

په هېواد کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسون وايي چې طالبانو شپږ میاشتې مخکې په

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه