د هند پولیس وايي چې د یوې ۱۵ کلنې جلۍ په ګډون درېیو تنو افغانانو د ازبکستان یوه وګړې چې ۳۶ کاله عمر لري په چړې وهلې او ټپي کړې یې ده.
په دې پېښه کې د ۱۵ کلنې جلۍ دوه ښکیل ملګري شوراب او عبدالله ۲۷ کاله عمر لري.
پېښه د هند نوي ډيلي په لاجپټنګر سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښځې د ټپي کولو لامل له دې ډله له یوه هلک سره د ۱۵ کلنې جلۍ د غیرقانوني اړیکې څخه د پرده پورته کول ښودل شوي دي.
ټپي شوې ښځه زرینه نومیږي، روغتون ته لېږدول شوې او حالت یې ښه ښودل شوی.
ویل کېږي چې درې واړه تورن نیول شوي او تر ګروګنو لاندې دي.
په دې اړه مو اندونه