د غور ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د داعش وسلهوالو تېره شپه ۳۶ تنه ملکي وګړي چې له ځانه سره یې تېره ورځ بیولي وو، وژلي دي.
د غور والي، محمدناصر خاضع وايي چې د داعش وسلهوالو تېر مازدیګر(سېشنبه د لړم ۴مه) د یاد ولایت پر مرکز فیروز کوه بریدونه وکړل.
نوموړي زیاتوي داعشیان د برید پرمهال د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکوونکو له مقاومت سره مخامخ شول.
په دې نښته کې د داعش وسلهوالو قومندان، ملا فاروق وژل او د یوه بل قومندان زوی وژل شوي، خو یادې ډلې هم د غچ اخیستو په موخه ملکي کسان چې پر کرنې بوخت وو له ځانه سره بيولې او وژلي یې دي.
هېواد کې د داعش ډلې غړي تر دېره په ختیځو برخو کې فعالت کوي، دا لومړی ځل دی چې دې ډلې په لویدیځ کې بریدونه کړي او ملکي کسان یې وژلي دي.
په دې اړه مو اندونه