Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له خوا یو ځل بیا د کابل‎ـ‎کندهار لارې تړل کېدل

د کابل‎ـ‎کندهار لویې لارې چلوونکي وايي چې طالبانو یاده لاره په سورپل، ښېرازي بابا د میدان وردګو په شاترو کې د تګ راتګ پر مخه تړلې ده.

دا چلوونکي وايي چې نن سهار(چهار شنبه د لړم۵مه) میدان وردګو شاوخوا سیمو کې طالبانو له افغان ځواکونو سره نښتې پیل کړې.

په همدې حال کې د میدان وردګو ولایتي شورا غړي څرګندوي چې طالبانو سهار وختي د یاد ولایت پر مرکز او یو شمېر ولسوالیو ترڅنګ خپل بریدونه پیل کړي دي.

دوی زیاتوي چې طالبانو د کابل‎ـ‎کندهار لویې لارې ترڅنګ د وردګو‎ـ‎بامیانو لاره هم تړلې ده.

امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د کابل‎ـ‎کندهار لویې لارې چلوونکي وايي چې طالبانو یاده لاره په سورپل، ښېرازي بابا د میدان

Thumbnail

د کابل‎ـ‎کندهار لویې لارې چلوونکي وايي چې طالبانو یاده لاره په سورپل، ښېرازي بابا د میدان وردګو په شاترو کې د تګ راتګ پر مخه تړلې ده.

دا چلوونکي وايي چې نن سهار(چهار شنبه د لړم۵مه) میدان وردګو شاوخوا سیمو کې طالبانو له افغان ځواکونو سره نښتې پیل کړې.

په همدې حال کې د میدان وردګو ولایتي شورا غړي څرګندوي چې طالبانو سهار وختي د یاد ولایت پر مرکز او یو شمېر ولسوالیو ترڅنګ خپل بریدونه پیل کړي دي.

دوی زیاتوي چې طالبانو د کابل‎ـ‎کندهار لویې لارې ترڅنګ د وردګو‎ـ‎بامیانو لاره هم تړلې ده.

امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه