Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویې څارنوالۍ د دغه بنسټ یو تورن جنرال د فساد په تور نیولی

لویې څارنوالۍ نن(چهارشنبې د لړم په ۵ مه)په کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل چې د دغه بنسټ د یو تورن جنرال په ګډون څو حکومتي چارواکي یې د اداري فساد په تور نیولي دي.

لویه څارنوالۍ همداراز وايي چې د ځمکو د غصب په تور د درېیو دولتي کارکوونکو په ګډون د شپږو تنو د نیولو، د بډو د اخیستو په تور د لویې څارنوالۍ د یوه چارواکي او د ۲۵۰ زره ډالرو، درې مېلیونه افغانیو او یوه اندازه ګاڼو د لېږد په تور د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د یوه افسر د نیولو خبر ورکوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«دا ځل د څارنوالۍ یو څارنوال چې د تورن جنرالۍ ربته یې لرله،د بډو د اخیستو په تور نیول شوی.په خپله شخص د پلټنو لاندې دی.»

د لويې څارنوالۍ ویاند همداراز وايي ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په ځانګړې علني محکمه کې لومړني محاکمه جوړه شي.

په همدې حال کې د مالیې وزیر وايي چې د فساد او اختلاس ۱۵ دوسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ۱۵ د نورو ادارو لخوا له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړلو لپاره لېږل شوې چې له دې ډلې ۸ دوسیې د څېړلو په حال کې دي او نورې دوسیې د دغه مرکز لخوا د لازیاتې څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه وویل:« د ۱۵ دوسیو په تړاو ۲۶ تنه نیول شوي، د ښارجوړولو وزارت درې په فساد تورن، شپږ تنه له دولتي شمتنیو د ناوړه استفادې په تور، په فساد تورن په وردکو ولایت کې د پولیسو د روزنیز مرکز شپږ چارواکي، دوه د بډو په اخیستو تورن چارواکي، یو د پيسو په سپينولو او شپږ په ملي بانک کې په فساد تورن ټول ۲۶ تنه نیول شوي دي.»

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د روان کال دوږي په شپږمه نېټه کار پيل کړ ترڅو په دغه اداره کې د اوسنیو او پخوانیو چارواکو د اداري فساد لویې دوسیې وڅېړل شي.

لویې څارنوالۍ نن(چهارشنبې د لړم په ۵ مه)په کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل چې د دغه بنسټ د یو تورن

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه